د کتاب لړۍ: د ژوند لارښود

د ژوند لارښود

فصل: 0

فريډرك لينگ (Frederick Lang bridge) د انگريزي ژبې يو شاعر دى. نوموړرى په ١٨٤٩م کى پيدا او په ١٩٣٣م کې مړ شوى دى. د ده يو شعر دى د شپى په وخت دوه انسانان د کټارې نه بهر گوري يو کس خټې ويني او بل کس ستوري. 

 Two men look out through the same
One sees the mud and one the stars.

همدا خبره د فارسي ژبې يوه شاعر په زياته ښه توگه داسې ويلې: زما او ستا په منځ کې چې کوم توپير دى هغه د اوريدو فرق دى. يو آواز راځي، ته هغه د دروازې د بنديدو اواز گڼې او زه يې د دروازې د خلاصيدو آواز گڼم.

تفاوت است ميانِ شنيدن من وتو
تو غلقِ باب و منم فتح باب مى شنوم

په ونه کې اغزو سره گل هم وي. همدغه حالت د انسانې ټولنى هم دى. ټولنيز حالات په ظاهره اگر چې هر څومره نابرابره وي، هميشه په دې کې دننه موافق اړخ هم ورسره، ورسره موجود وي. يو کس چې شيانو ته يوازې په ظاهري کچه د ليدلو سترگې لري هغه سطحي شيانو ته گوري. او زياتو ژورو اړخونو ته په ليدلو کې ناکام وي. مګر کوم کس چې ژور نظر لري. هغه تر ډير ليرې پورې گوري او ناموافقو اړخونو سره د موافقو اړخونو په پيدا کولو کې بريالى شي. په دې دنيا کې خټې او چکړي هم شته او دلته ستوري هم شته. دا د ليدلو خبره ده چې څوك څه شى ويني او څوك څه شى ويني. هم يو آواز دى. ناپوهه انسان يي چې اوري فکر کوي چې دروازه بنده شوه. او هوښيار انسان يي چې اوري فکر کوي چې دروازه د ده لپاره پرانستل شوه. 

ټولې مسئلى لومړى په ذهن کې پيدا کيږي. او په ذهن کې دننه ختميداى شي په دې شرط چى په انسان کې دننه د صحيح فکر ماده پيدا شي.
 حقيقت دا دى چې دا دنيا د عقل امتحان دى. کوم کس چې خپل عقل وکاروي هغه د ځان لپاره لاره پيدا کوي. او کوم کس چې خپل عقل نه کاروي د هغه لپاره له بربادۍ پرته بل هيڅ پايله مقدره نه ده. په سمندر کى د موجونو څپي وي. کوم کس چې په سمندر کې خپله کشتۍ چلول غواړي هغه مجبور دى چې د موجونو او توپانونو په مقابله کولو سره خپله کشتۍ ټاکلى منزل په طرف بوځي. په ځنگل کې خارداره بوټي او شکونکي ځناور وي. کوم حيوانات چې په ځنگل کې اوسيږي د هغو لپاره له دې پرته بله هيڅ لاره نشته چې هغوى اغزي لرونکو بوټو او د خپلو دښمنو حيواناتو په منځ کې خپلو ځانونو لپاره د ژوند طريقه راوباسي. همدغسې يو څه معامله د انساني ټولنې هم ده، په انسانانو کې هم ډول، ډول خلك وي. د دوى گټې له يو بل سره ټکر کيږي. په بيلابيلو اسبابو سره د يو بل په منځ کې خفگانونه پيدا کيږي. دغه ښه بده او دا توپير په ټولنيز ژوند کې هميشه وي او تل به پاتې وي په هيڅ حال کې دا ختميداى نشي.

په دغسې حالت کې د انسان لپاره د ژوند او برياليتوب يوازې يوه ممکنه لاره شته. او هغه "د دې سره، سره" اصول خپله پاليسي جوړه کړى او هغه د مخالفتونو سره خلك د خپل ځان موافق جوړولو کوشش کړى. د ناخوالو سره، سره د خپل ځان لپاره د خوښ ژوند راز پيدا کړى. د ده خلاف به دښمنۍ او دسيسې کيږي خو بيا هم د دې يقين سره مخ په وړاندې ځي چې هغه په خپل مثبت عمل سره ټولې منفي خبرې له منځه وړلاى شي. په دې دنيا کې انسان د اغزو سره تر گل پورې خپل لاس ور رسوي. دلته د ناروغۍ د بې شميره ميکروبونو سره خپل ځان قوي او روغ جوړ ساتل دي. دغسې په دې دنيا کې د انسان لپاره دا کول دي چې هغه ناموافق حالات وويني او ناهيلى نشي. او نه په شکايت او احتجاجونو کې خپل وخت ضايع کړي. له هغو حقايقو سره موافقت وکړي کوم چې هغه يي بدلولى نه شي. د لارې په سر د پرتو خنډونو څخه خپل ځان راوباسي او د ژوند سفر ته دوام ورکړي. د خلکو په پارونکو خبرو باندې د قهريدلو په ځاى هغه د تدبيري حکمت په ذريعه له هغې څخه د تيريدلو کوشش وکړي. هغه په لږو راضي شي تر څو په راتلونکى کى له دې څخه زيات څه ورته ورکړل شي. په دښمنۍ باندې صبر وکړي تر څو د نن ورځ دښمن يې سبا ته دوست جوړ شي. 

بل مخ ⬅

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ