دین څه دي
حدیث کې دی: من دان نفسه و عمل لمابعدالموت ( عقلمندی هغه دی چې خپل نفس لاندی کړی او مرګ نه وروسته لپاره عمل وکړی) د دین اسلام نه مراد د ژوند تیرولو هغه طریقه ده چې پکی انسان د خدای پاک مخی ته ټیټ شوی وی. هغه د خدای داسی تعبدار وګرځی چې د جذباتو او احساساتو پوری یی خدای مخی ته وغورځیږی. په نفسیاتی کچه باندی دین چې د کوم شی نوم دی. لاندینی آیت د هغی بشپړه تفسیر وړاندی کوی.
وما هده الحیوه الدنیا الا لهو ولعب وان الدار الاخره لهي الحیوان لو کانو یعلمون. فإذا رکبوا فی الفلک، دعوا الله مخلصين له الدین فلما نجاهم الی البر إذا هم یشرکون . لیکفروا بما آتيناهم وليتمتعوا فسوف یعلمون (عنکبوت ۶۶-۶۴)
ترجمه: او نه دی ژوندون د دنیا مګر عبث او لوبی دی او بی شکه د آخرت خامخا واقعی ژوند دی که چیری دوی پوهیدلی . پس کله چې سپاره شی دوی سپاره شی په بیړی کې نو رابلی دوی الله په داسی حال کې چې چه خالص کونکی وی دوی هغه ته دین خپل پس هر کله چې نجات ورکړی دوی ته و چې ته نا څا په دوس شریکان نسی هغه سره د دی لپاره چې کافران شی په هغه نعمت چې ورکړی وو مونږ ورته چې ګڼډر واخلی دوی پس زر دی پوهه به شی دوی .
کله چې د انسان کشتی په سمندر کې وی او د څپو په مینځ کې ګیره شی . انسان خپل ځان لره بیخی ملګری او بی مرستی محسوسول پیل کړی هغه وخت هغه نه معلومیږی چې د هغه وجود مکمل توګه باندی په خدای باندی منحصره دی د خپلی بی وسی نه پرته هغه وخت هغه ته هیڅ ور په یاد نه وی. هغه د زړه د کومی نه خدای را بلل پیل کړی. هغه د خپل ټول وجود سره د خدای په لور متوجه کیږی. خو کله چې هغه د سمندر د څپو څخه وژغورل شی او را ووځی. او وچی ته را ورسیږی نو حال یی بخی بل شی. اوس هغه په دنیوی شیانو کې ورک کیږی. او خپل عاجزه او بی وزله حیثیت هیر کړی. د کبر او انانیت مظاهره پیل کړی. خدای او د آخرت پرځای دنیا او د دنیا مشغولی د هغه د مینی مرکز ګرځی. لومړی حالت د دینداری حقیقیت ښایی او دویم د بی دینی حقیقت لره. ګویا دین دا دی چې د انسان نفسیاتی وجود به پوره ډول د خدای مخی ته ټیټ شوی وی. هغه خدای پاک خپل هر څه ګڼلی وی د دی په متقابله کې یی دینی دا ده چې انسان کې کبر وی د نن په دنیا کې ورک شی او د سبا دنیا تری هیره شی.
د دین دغه حقیقت نور واضح کولو لپاره دلته د قرآن خو حوالی ذکر لیکل کیږی.
(یوسف (ع) وویل) ما پریښی می دی دین د هغو خلکو چې ایمان نه را وړی پر الله او حال دا چې دوی دا آخرت هم انکار کونکی دی او ما د خپل پلار نیکه، ابراهیم، اسحاق او یعقوب دین اختیار کړی دی. مونږ لپاره روا نه ده چې الله سره څه شي شریک وګرځو. د الله فضل دی پر مونږ او ټولو انسانانو باندی خو اکثره خلک شکر نه وباسی. ای د بندی خانی ملګرو زما آیا ډیر متفرق خدایان غوره دی یا هغه الله چې یوازی او غالب دی. د الله نه پرته چې تاسو د کومو نومونو عبادت کوی هغه نومونه مو ریښی تاسی او پلرونو ستاسی نه دی نازل کړی الله په هغوی کوم برهان سند. نه دی حکومت مګر خاص د الله دی. امریی کړی دی. په دی چې عبادت مه کوی تاسی مګر د هم ده . دا دین دی سم ولیکن زیات د خلکو نه نه پوهیږی ـ (یوسف (ع) ۴۰)
او نه و جدا شوی هغه کسان چې ور کړی شوی و دوی ته کتاب مګر وروسته له هغه چې راغی دوی ته حجت روښانه. حال دا چې امر نه وُ ورکړی شوی دوی ته په تورات او انجیل کې مګر ورکړی شوی وو چې عبادت کوی د الله په داسی حال کې چه خالص کوونکی وی الله لره دین له شرکه او نفاقه په داسی حال کې چې را ګرځیدونکی وی له باطله حق ته اوسم ادا کوی لمونځ او ورکوی زکواة او دا دین دی محکم (بینه: ۵-۶)
پس برابر کړه مخ خپل دین ته په داسی حال چې مایل اوسی حق ن د الله په فطرت قائم اوسیږه چې الله تعالی پری ټول خلک پیدا کړی د الله تعالی شیونه بدلول پکار نه دی پس دغه سم دین دی خو اکثره خلک پوهیږی نه. رجوع وکړی الله طرفته او د هغه نه ویریږی او لمونځ قائم او په مشرکانو کې مه شاملیږی. کومو خلکو چې خپل دین ټوټی، ټوټی کړو او شوه فرقی، فرقی او هره فرقه هم په دی خوشحاله ده څه چې دوی سره دی. (روم:۳۲-۳۰)
دغو آیاتونو سره سم دین نوم دی الله لره د زړه له کومی منلو هر ډول شرک څخه د بچ کیدو. آخرت خپل مقصد او منزل ګرځولو د الله شکر کوونکی ګرځیدو، الله لره د ټولو اختیاراتو خاوند پیژندلو. یوازی د هماغه عبادت کولو. لمونځ روژه تر سره کول. خدای په لور یو اړخیزه کیدو. ډلو او فرقو نه د ژغورنی،و په خپل سری دین باندی خوشحالیدو پرځای الله او د هغه د رسول د دین نیولو. دغو کیفیاتو او اعمالو سره چې کوم ژوندون جوړ شی هماغه ریښتنی دینی ژوند دی او مختلفو معاملاتو کې دغو کیفیاتو او اعمالو سره سمون او مطابقت لرونکی کوم چلند را پورته شی هماغه دینی چلند دی. لکه دین دا دی چې سړی بشپړه توګه باندی د خدای شی. دهغه نه پرته کوم بل شی د هغه د عقیدت او د باور مرکز پاتی نشی.